امریکا په کابل کې د خپلو دوو چارواکو وژنه وغندله

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت په کابل کې د خپلو دوو پوځي سلاکارانو وژنه په کلکه و غندله.

پنتاګون ویلي، د افغانستان د دفاع وزیر خپل امریکايي سیال ته تیلیفون کړی او له هغه څخه يې د دې پیښې له امله بخښنه غوښتې.

د پنتاګون مطبوعاتي مسوول ویلي واشنګټن به د سخت دریځو او ګډ ګواښ پر وړاندې د افغانستان له خلکو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکايي پوځي سلا کارانو له وژل کیدو سمدستي وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قومندان له ټولو افغان وزارتونو څخه بهرني سلاکاران رابللي دي.