د جنوبي افریقا پخوانی ولسمشر ″نیلسن منډیلا″ په یو روغتون کې بستري شو

د جنوبې افریقا حکومت وايي، چې پخوانی ولسمشر نیلسن منډیلا د شنبې په ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله په یو روغتون کې بستر شوی دی.

د نوموړي د بستري کیدو علت د خیټې دوامداره درد ښودلی شوی دی.

د حکومت په بیان کې د دې ۹۳ کلن مبارز مشر په اړه ویل شوي، چې نوموړی ځانګړې درملنې ته اړتیا درلوده، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.