قزاقستان: په سلوګونو تنو د ″مخالفت ورځې″ په نوم لاریون وکړ

ویل کېږي چې د قزاقستان په پایتخت الماتې کې د زرو په شا او خوا کې مظاهره چیانو نن (د مخالفت ورځې) په نوم لاریون ترسره کړ.

د ازادي راډیو قزاقي څانګې راپور ورکړی چې لاریون کونکې په دې هیواد کې د لا زیاتو سیاسي ازادیو له غوښتنې وروسته بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

ویل کېږي، چې د الماتې ښار مرکزې څلور لارې ته د دې مظاهره چیانو د ورتلو مخه پولیسو نیولې وه، خو دوی په ورڅیرمه سړکونو خپل لاریون ترسره کړ.

راپورونه وايي، قزاقي پولیسو د اپوزیسون د ځینو مشرانو په نیولو سره په دې مظاهرو کې د هغوی د ګډون مخه نیولې وه. دا مشران لا هم د سیمې د پولیسو په مرکزونو کې بندي ساتل شو ې دي.

د قزاقستان په ځینو نورو ښارونو کې هم د اپوزیسون په غوښتنه وړې مظاهرې شوې. مظاهره چیانو د ډیرو سیاسي ازادیو، د بیان د ازادۍ او نورو اصلاحاتو غوښتنه کوله.