″د سوریې امنیتي ځواکونو شپاړلس تنه ملکیان په ډزو ووژل″

په سوریه کې د حکومت ضد سیاسي فعالان وايي، امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ د دې هیواد په بیلابیلو سیمو کې د تاوتریخوالو په ترڅ کې شپاړل ملکیان وژلي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار یو ډلې چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي څلورتنه ملکیان په بابا عمر سیمه او د حمص په نورو ورڅیرمه سیمو کې هغه مهال ووژل شول چې امنیتي ځواکونو پرې توغندي وورول.

له بلې خوا امنیتي ځواکونو د حلب ولایت په اعزاز ښارګوټي کې هم له پوځ څخه له جلا شویو سرتیرو سره په جګړه کې شپږ تنه وژلي دي.

شپږ تنه نور هم د حما د ولایت په دوو کلو د سرتیرو د یرغل په ترڅ کې وژل شوي.

په سوریه کې ورستۍ پېښې په داسې حال کې پېښېږي، چې پرون د لودیځو او عربي هیوادونو استازو په ټونس کې غونډه وکړه او پریکړه یې وکړه، چې د سوریې پر حکومت به فشار زیات کړي، څو اوربند ته غاړه کېږدي او د مظاهره چیانو له زپلو لاس واخلي.