ظريفي: د مظاهرو په تاوتريخوالي کې ګاونډي هېوادونه لاس لري

په بګرام هوايي اډه کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د څو نسخو د سوځولو په اعتراض په هرات کې له تاوتريخوالي ډکو مظاهرو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او زياتو ملکيتونو ته زيان ورسېد.

د هرات د ولايتي شورا مرستيال وايي د مظاهرو په تاوتريخوالي کې ګاونډي هېوادونه لاس لري.

له تور محمد ظريفي سره شرف الدين ستانکزي مرکه کړې ده، ښاغلى ظريفي وايي په مظاهرو کې د ملکيانو پر زيانمنېدو خواشينى دى

Your browser doesn’t support HTML5

له تور محمد ظريفي سره مرکه