د کب ٥ مه

د ولایت په ولایت د پروګرامونو په سلسله کې نن نیمروز ولایت ته ځو چې له ایران او پاکستان سره پوله لري. د دې ولایت په شمال کې فراه او په ختیځ کې هلمند ولایت موقعیت لري.
چار برجک، کنګ، خاشرود، دلارام او چخانسور یې ولسوالۍ دي.

د دې ولایت، چې یو څلوېښت زره کیلومتر مریع مساخت لري نفوس یولکو اویا زره اټکل کېږي.

د نیمروز خلک هم د نورو ولایتونو په شان ستونزې لري. د دې ولایت د ډېرو اوسېدونکو په وینا د څښاک د اوبو کموالی د دوی لوی مشکل دی.

موږ ته د نیمروز والي عبدالکریم برهوي وعده راکړې وه چې په خپله به د نیمروز د اوسېدونکو پوښتنو ته ځوابونه ووايي خو حاضر نه شو.

د ولایتي شورا مرستیال محمد نادر بلوڅ او په ولسي جرګه کې د نیمروز ولایت وکیله فریده حمیدي هم د ټېلفون له لارې ستاسو قدرمنو اورېدونکو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

Your browser doesn’t support HTML5

ولايت په ولايت - د کب ٥ مه