په کونړ ولایت کې د ماین په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول

د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې یوې بمي چاودنې نن سهار دوه ملکیان ټپیان کړل.

دا ماین د بوسو په بوجې کې ځای پر ځای شوی و، چې هدف یې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان ښودل شوی.

د کونړ د امنیه قومندان عوض محمد نظري دا پيښه تايدوي او وایي، چې دوه ملکیان سطحي ټپیان شوي او د درملني لپاره روغتون ته استول شوي.