افغان حکومت د سولې په اړه د پاکستان د وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ

افغان حکومت د پاکستان له هغې اعلامیې هرکلی کړی، چې په کې په افغانستان کې له وسله والو مخالفینو د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو غوښتنه شوې.

د پاکستان صدر اعظم په وروستیو کې د یوې اعلامیې په ترڅ کې له وسله والو طالبانو غوښتي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي نن آزادۍ راډیو ته وویل، چې دا کار د افغانانو په مشری د سولې د بهیر لپاره ډیر ګټور دی.

د پاکستان حکومت دا ګام په داسي حال کې پورته کوي، چې افغان ولسمشر تیره سې شنبې له مخالفینو سره د سولې په برخه کې د پاکستان د حکومت پر همکارۍ ټينګار وکړ.