جرمني ځواکونو په تالقانو کې خپله یوه پوځي اډه خالي کړې ده

د جرمني پوځ وايي، د دوی ځواکونو په تالقان ښار کې خپله یوه پوځي اډه خالي کړې ده.

د المان د پوځ ویاند ویلي، د پنجشنبې په ورځ د دوی د دې پوځي اډې مخې ته د سوله ییزو مظاهرو وروسته د پنځوسو په شا او خوا کې جرمني سرتیري له دې پوځي اډې وتلي دي.

ټاکل شوې وه، چې دا جرمني سرتیري له دې وړې پوځې اډې څخه د مارچ د میاشتې په پای کې ووځي، خو په تخار ولایت کې د وروستیو مظاهرو وروسته دا پریکړه له خپل وخت څخه رامخکې شوه.

د جرمني د پوځ ویاند ویلي دي، چې د دې مرکز څخه ټولې وسلې او پوځي مهمات د کندوز ولایت ته انتقال شوي دي.