کړوخېل: په وروستیو مظاهرو کې د پردیو لاس دی

په ولسي جرګه کې د خلکو استازې شینکۍ کړوخېل

د بګرام په هوايي اډه کې د امریکايي پوځیانو له خوا د قرآنکریم له سوځولو وروسته که څه هم دامریکا ولسمشربارک اوباما له ولسمشر حامدکرزي او افغانانو څخه بخښنه وغوښته، خو بیاهم په تېرو دریو ورځو کې په افغانستان کې د امریکا ضد مظاهرې وشوې.

په دې مظاهرو کې د تشدد پېښې هم رامینځ ته شوې، ګڼ کسان مړه او ټپیان شول او شخصي او دولتي شتمنیو ته زیان واوښت.

تېرکال وروسته له دې چې د امریکا په فلوریډا ایالت کې یوه عیسوي پاډري قرآنکریم وسوځاوه ورته اعتراضونه وشول خو یوې وسله والې ډلې له موقع څخه ګټه واخیسته، په کابل کې یې د ملګروملتونو پر مېلمستون برید وکړ او د بهرنیانو په ګډون یې دولس کسان ووژل.

په تېرو کلونو کې چې هرځل د مسلمانانو عقایدو ته سپکاوی شوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو اعتراضونه کړي او دا سپکاوی یې د مظاهرو په ترڅ کې غندلی خو په افغانستان کې هرځل خلک مري، ټپیان کېږي او شخصي او دولتي شتمنیو ته زیان اوړي.

دا موضوع احمدتکل د ولسي جرګې له غړې شینکۍ کړوخېل سره په مرکه کې څېړلې. د مرکې په پیل کې مېرمن کړوخېل په دې اړه خبرداری ورکړ چې ښايي په دې مظاهرو کې به د پردیو لاس وي:

Your browser doesn’t support HTML5

د وروستیو مظاهرو په اړه له شینکۍ کړوخېل سره مرکه