د افغانستان په ځینو سیمو کې د مظاهرو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر ټینګ شوي دي

د افغانستان په ځيني سیمو کې نن د جمعې تر لمانځه وروسته د اعتراضي مظاهرو امکان ته په پام، امنتیي ځواکونو شدید تدابیر نیولي دي.

د امریکايي ځواکونو لوی جنرال ( جان الن ) نن اعلان وکړ چې د بګرام په هوايي ډګر کې د قران مجید د سوځیدل کیدوپه ارتباط تحقیقات کوي.

جنرال (جان الن) همدا راز پر افغانانو ږغ کړی چې له زغم څخه کار واخلي. تر اوسه پينځلس تنه په دې اعتراضي مظاهرو کې وژل شوي دي.