د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په اړه نړېوال کنفرانس جوړیږي

د امریکا یو استازی وايي، چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په اړه د خبرو لپاره د یوه نړیوال کنفرانس د جوړیدو په ارتباط د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ په خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

د امریکا استازي ګلین دیفیس نن وویل، چې له دې سره هم په پیګنک کې د دوه ورځنیو خبرو په نتیجه کې کومه اساسي پریکړه نه ده شوې.

ده خبریالانو ته وویل چې له شمالي استازي سره یې د یورانیمو د غني کولو، د خوراکي موادو د مرستې او نورو بشري کمکونو په شمول په بیلا بیلو مسایلو خبرې کړې دي.