د پاکستان پولیس وايي، چې نن سهار په پيښور کې د پولیسو په یوه پوسته په حمله کې څلور پولیس وژل شوي او پينځه تنه زخمیان دي.
پولیس وايي، چې درې تنو حمله کونکو نن سهار مخکې تردې چې خپلو اغوستو انتحاري واسکټونو ته انفجار وکړي، اول د پولیسو پر پوسته ډزې وکړې او بیا یې لاسي بمونه ور وغورځول.
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وايي، چې حمله کونکو غوښتل چې د پولیسو دا پوسته ونیسي او هلته موجود درې سوه پولیس یرغمل ونیسي.
پرون په پيښور کې د موټرو په یوه اډه کې په چاودنه کې هم پينځلس تنه ووژل شول.