لوېدیځ ډیپلوماټان: بشارالاسد دې سمدستي په سوریه کې اوربند ټینګ کړي

لویدیځ ډيپلوماټان وايي، چې د لویدیځ او عربي نړۍ ځواکمن هېوادونه به نن د سوریې له ولسمشر بشاراسد څخه وغواړي، چې سمدستي اوربند ټینګ کړي او اجازه ورکړي، چې د تشدد له وروستیو پېښو څخه زیانمنو سیمو ته بشري مرستې ورسېږي.

په پام کې ده چې دا غوښتنه په تونس کې په یوه مهمه نړیواله غونډه کې مطرح شي. په دې غونډه کې به د نړۍ د اویا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او نور چارواکي او همداراز د بشاراسد د رژیم مخالفه ډله د سوریې ملي شورا هم ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارووزیرې هیلیري کلېنټن ویلي، دا باور لري چې د سوریې د حکومت مخالفین به ورځ تر بلې ځواکمن شي:

″د مخالفینو د ځواک وړتیا به له یوې ورځې تربلې اوچته شي. دوی به له کوم ځایه په یوه ډول سره دا امکانات ترلاسه کړي چې له خپل ځانه دفاع وکړي او همداراز تهاجمي اقدامات به پیل کړي او د چین او روسيې په څېر پر هېوادونو به هم فشار زیات شي.″

روسیې او چین ویلي دي چې په دې غونډه کې به ګډون ونکړي.

د بشري حقونو فعالان وايي، په سوریه کې په تېر یوه کال کې د تشدد په پېښو کې له ۷۶۰۰ زیات خلک چې اکثر ملکیان دي وژل شوي.