افغانستان د هغو کسانو د علني محاکمې غوښتنه کړې ده چې د بګرام په هوايي اډه کې د قرآنکریم د نسخو په سوځولو تورن دي.
د جمهوري ریاست دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ناټو د دې پېښې د عاملانو له محاکمې سره موافقه کړې، خو د ناټو چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په یوه پیغام کې له افغانانو څخه د دې پېښې په خاطر بښنه وغوښتنه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر تېرماښام دا بښنه تکرار کړه:
″موږ په دې پوهېږو چې د دې پېښې له وجې د خلکو احساسات ډېر زیانمن شوي. موږ په ټول افغانستان کې د مظاهرو شاهدان وو او دا ټول د قهر او غوسې له څرګندونې پرته بل څه نشي کېدلای.
پوهېږو چې د خلکو احساسات زیانمن شوي نو موږ یوځل بیا بښنه غواړو او ژمنه کوو چې د دې پېښې علت به معلوموو.″
په بګرام کې د قرآنکریم د نسخو د سوځولو له پېښې وروسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو اعتراضیه مظاهرې وکړې چې په نتیجه کې یې د دوو امریکايي سرتېرو په ګډون یوولس کسان ووژل شول.
په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې دېره امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې ښايي نن جمعه نورې مظاهرې هم وشي.
د سفارت په پیغام کې ویل شوي چې امریکايي وګړي دې نن په خپلو استوګنځایونو کې وي او له غیر ضروري تګ راتګ څخه دې ډډه وکړي. په پیغام کې اټکل شوی چې ښايي واټونه او لارې بندې شي او مظاهرې په تاوتریخوالي واوړي.