عراقي چارواکي وايي، د بغداد په مرکز کې د يوه موټربم چاودنې په نتيجه کې ٨ کسان ووژل شول او تر ٢٠ زيات نور ټپيان شول.
د چاودنې هدف شيعه مېشته سيمه کراده وه، چې زيات موټرونه په کې ويجاړ او سوځېدلي دي.
پوليس وايي، په چاودېدونکو موادو بار موټر- يوې امنيتي پوستې ته نژدې چاودنه وکړه.
د اسوشېټېډ پرېس اژانس په عکسونو کې په وينو لړلي کسان ښکارېدل، چې د پېښې له ځاى څخه د تېښتې په حال کې دي. د اکثرو نژدې دکانونو مخې هم ويجاړې شوې دي.
دا بريد يوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د عراق صدراعظم نوري المالکي وويل د القاعده ډلې جنيګالي غواړي د بغداد په جنوب کې بريدونه پلان کړي، دغه سيمه د ”مرګ مثلث” ګڼل کېده.