د ملي امنیت اداره وايي، چې یوه داسې وسله واله ډله یي نیولې، چې په کابل کې یي د جمهوري ریاست او امریکا سفارت په ګډون په مهمو ځایونو د حملې پلان درلود.
د دې ادارې ویاند لطف اله مشعل نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دا ډله د حقاني له شبکې سره تړلې ده او غوښتل یي، چې د اریانا په هوټل هم حمله وکړي.
د ښاغلي مشعل په وینا دا ډله له پاکستان نه راغلې وه او د کابل په نوي ښار کې ځای پر ځای شوې وه، خو کله یي چې غوښتل په وزیر اکبر خان کې میشته شي د کشفي ادارو له خوا ونیولې شوه.