د خوست په لويدیځ کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه مخالفین نیول شوي

د خوست ولایت امنیتې چارواکې وایي، د ښار په لویدځه برخه کې د افغان او بهرنيو ځواکنو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه وسلوال مخالفان نیول شوي دي.

د خوست ولایت د امنیت امر محمد یعقوب نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې، دوه موټرې او یو شمېر نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.