په سوریه کې د دوو لویدیځو ژورنالیستانو او لسګونو ملکیانو وژل کیدل په نړېواله توګه غندل شوې دي.
یو پیژندل شوي امریکايي ژورنالیست چې یوې بریتانوۍ ورځپاڼې ته یې کار کاوه او یو فرانسوۍ عکاس پرون په داسې حال کې ووژل شول، چې د حمص پر ښار د سوریې د امینتي ځواکونو راکټي بریدونو دوام درلود.
په سوریه کې فعالان وايي، چې پرون د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د بشارالاسد د رژیم د امنیتي ځواکونو پر ډزو ۶۵ کسان وژل شوي دي.
د سنډې ټایمز ۵۶ کلن خبریال ماري کولوین او فرانسوي عکاس ریمي اوچلیک هغه مهال ووژل شول، چې د حمص د ښار په بابا امر سیمه کې یې پر ګرځنده خبري مرکز یو توغندی ولګید.
درې نور لویدیځ خبریالان په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.