مصر: محکمه به د جون پر دویمه نیټه پر حسنې مبارک حکم صادر کړي

ټاکل شوې په مصر کې محکمه د جون پر دویمه نیټه د مصر پر پخواني واکمن حسنې مبارک حکم صادر کړي. د مبارک د اوه میاشتنۍ محاکمې قاضي په دې اړه پرون خپله پریکړه اعلان کړه.

مبارک چې دیرش کاله د مصر واکمن وو تیر کال د هغو مظاهره چیانو په وژنه کې پر لاس لرلو تورن دی چې پاڅونونه یې دده د واک څخه د لرې کیدو سبب شول.

په دې پاڅونونو کې تر اته سوو زیات کسان وژل شوي وو چې ډیر یې هغه مظاهره چیان وو چې د امنیتي ځواکونو د ډزو هدف ګرځیدلي وو.

د محکمې څارنوال د حسنې مبارک لپاره د مرګ د سزا غوښتنه کړې، د حسنې مبارک د ادارې د کورنیو چارو وزیر او شپږ نور لوړ پوړې چارواکې هم له ورته تورونو سره مخ دي.