په سوریه کې مخالف فعالان وايي،حکومتي ځواکونو له پرون راهیسې ۱۰۰ کسان وژلي

په سوریه کې مخالف فعالان وايي، چې د حکومت ځواکونو له پرون راهیسې ۱۰۰ کسان وژلي دي، ډيری کسان د حمص او عدلیب ښارونو کې وژل شوي دي.

فعالان وايي، پرون د حکومت په تازه حملو کې لږ تر لږه ۴۴ کسان د ترکېې سر حد ته نژدې ووژل شول.

دغه سیمه د حکومت د پوځونو هدف وو، ځکه چې هلته هغه شورشیان چې د سوریې د ازادي اردو عسکر په نوم یادیږي ځای پر ځای دي.

د سوریې د بشري حقونو فعالان وايي، چې په دغو وژل شوېو کسانو کې لږ تر لږه ۲۷ ملکي ځوانان شامل دي چې یا خو یې په سر کې ډزې پر شوې دي او یا هم د ولسمشر اسد ته وفاداره ملیشیا وو له خوا تعقیب شوي دي.

دغه راپورنه خپلواکو منابعو نه دي تائید کړي، ځکه چې د سوریې حکومت پر بهرنیو ژور نالستانو بندیز لګولی دی.