حامد کرزی سبا قران کریم ته د شوي سپکاوي په اړه بېړنۍ غونډه کوي

د ولسي جرګې مشر وایي، ولسمشر حامد کرزی به سبا د ملي شورا د دواړو جرګو له استازو سره په بګرام هوایي اډه کې د ناټو ځواکونو له خوا قرانکریم ته د شوې سپکاوي په اړه بیړنۍ غونډه وکړي.

په ولسي جرګه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې یادې پیښې د ولسي جرګې د غړیو غصه هم راپارولې او غواړي چې عاملین یې مجازات شي.

ولسمشر حامد کرزي د بګرام په پوځي اډه کې د ناټو ځواکونو له خوا د قرانکریم د سوځولو د پیښې د څیړلو لپاره یو پلاوی هم ټاکلی.

د دې پیښې په غبرګون کې نن په کابل، ننګرهار، پروان ، لوګر او نورستان کې هم سلګونه کسانو مظاهرې وکړې چې په ځینو ولایتونو کې پر مظاهره چیانو ډزې هم شوې دي.

خو له دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر، په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې دا پیښه قصدي نه وه او په دې اړه یې بخښنه غوښتې ده.