د م.م د اتومي انرژی څارونکي ایران ته له سفر وروسته نارضایتي څرګنده کړې

د ملګروملتونو د اټومي انرژی د څارنې ادارې ایران ته د خپلو څارونکو له سفر وروسته نارضایتي څرګنده کړې.

د دغې ادارې مشر یوکیا امانو په یوې اعلامیي کې ویلي، چې تهران نړېوالو څارونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د پارچین له پوځي تاسیاستو څخه چې ګومان کیږي د ایران د اټومي وسلو په پروګرام کې ونډه لري، لیدنه وکړي.

امانو وویل، په دې اړه چې د ایرن د اټومي پروګرام په اړه پوښتنې څه ډول ځواب شي، توافق نه وشو.

تردې مخکی د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې په ادارې کې د ایران استازي علي اصغر سلطانیه د ایرن ایسنا اژانس ته ویلي و، چې تهران تمه کوي چې د ملګروملتونو له دغې ادارې سره نورې خبرې پرمخ یوسي.

د ایران د وسله والو ځواکونو مرستیال محمد حجازي څو ساعته مخکې تردې چې نړېوال څارونکي له ایرانه ووځي، فارس اژانس ته وویل چې ایران به دښمن ته انتظارونه باسي چې پرې حمله وکړي بلکه هېواد به یي له ټولو امکاناتو د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره کار واخلي.