نولاند:که ولسمشر اسد د خلکو ځپل بند نه کړي، نو پرضد يې پر اضافي اقداماتو غور کوو

متحده ایالات وايي، که پر سوريي د نړېوالو بندیزونه ولسمشر بشا رالاسد قانع نه کړي چې د خپلو خلکو ځپل بند کړي، واشنګټن به د دمشق پر ضد پر اضافي اقداماتو غور وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند په دې اړه چې ایا امریکا به د سوريي د حکومت مخالفانو ته وسلې ورکړي او که څنګه،وویل:

( فکر نه کوو، چې دا دې عاقلانه کار وي چې د سوريي د وضیعت په لا نور نظامي کولو کې سهیم شو.)

خو نوموړې زیاته کړه، متحده ایالات ښايي په نورو اقداماتو غور وکړي ویکتوریا نولاند په دې اړه چې څه ډول اقدامات څه ونه ویل.