ویکتوریا نولاند :افغانان اړتیا لري، چې د روغې جوړې مشري په غاړه واخلي

امریکا له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره د افغانستان د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلۍ کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند وویل، افغانان دی ته اړتیا لري، چې د سولې د هڅو مشري پخپله وکړي.

ولسمشر حامد کرزي تیره ورځ له طالب مشرانو وغوښتل، چې د سولې په هدف له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته کښیني.

نولاند وویل، هرکله چې افغانان په خپلو کې خبري پیل کړي نو هغه مهال به د روغې جوړې یوه حقیقي پروسه ولرو.