د یمن خلک نن د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رايي ورکوي

د یمن خلک نن د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رايي ورکوي، په دغو انتخاباتو کې یوازې یو تن د ولسمشر معاون ( عبدرب منصور هادي ) کاندید دی.

له خلکوَغوښتل شوي، چې په دغو انتخاباتو کې ښاغلی هادي د ولسمشر په توګه تائید کړی، نوموړی به د اوسني جمهور رئیس ( علي عبدالله صالح ځای ناستی وي چې ۳۳ کاله د یمن مشر و.

دغه انتخابات د امریکا په ملاتړ د یمن د ګاونډیانو ترمنځ د هغې معاملې یو برخه ده، چې هدف یې په دغه هېواد کې د ثبات راوستل، د خلکو د اعتراضونو او خشونت پای ته رسول دي، چې پروسږکال یې له قدرت څخه د ولسمشر صالح د لېرې کېدو لپاره پیل کړي وو.

اوس پردې موافقه شوې ده، چې صالح به له قدرت څخه لېرې کېږي، خو د دې په بدل کې به نوموړي له محاکمې څخه مصؤن وي.

ښاغلي صالح تیر دوبی د یوې وژونکې حملې په نتیجه کې ژوبل شو او اوس وخت يې په امریکا کې درملنه کیږي.