ایساف د بګرام په پوځي اډې کې د قران کریم د سوځلو پیښه څیړي

ایساف ځواکونه وایې، چې د هغې پیښی پلټنې یي پیل کړي، چې بهرنیو ځواکونو په بګرام پوځي اډی کې د قرانکریم نخسې سوځولي دي.

د ایساف ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن په قول راغلي، د هغه رپوټ په اړه یي هر اړخیزه پلټنه پیل کړې، چې ګواکې د ایساف کار کوونکو د قران کریم د نخسو په ګډون یوه اندازه دیني مواد په ناوړه توګه ضایع کول.

ښاغلی الن په یوه ویډیویي وینا کې افغان وګړو ته داسې ویلي دي:

(( موږ په بشپړه توګه د دې پیښي په اړه پلټنه کوو، موږ به داسې ګامونه اوچت کړو چې په راتلونکي کې هیڅ کله دا ډول پیښې تکرار نشي، تاسې ته ډاډ درکوم او ژمنه درسره کوم چې دا په هیڅ ډول سره قصدي نه وه.))

ښاغلي الن د دې پیښي له امله ولسمشر او افغان خلکو نه بخښنه غوښتي.