ازبکستان وايي، د نشه يي توکو قاچاق ټولو هېوادونو ته يو شان خطر پېښوي

د ازبکستان چارواکو د دغه هېواد په کورنيو چارو وزارت کې له يوه امريکايي پلاوي سره له کتلو وروسته وويل:

د ازبکستان او د امريکا د امنيتي ادارو ترمنځ نژدې او ګټورې اړيکې له افغانستان څخه د مخدرو موادو د قاچاق د مخنيوي لپاره د يوه باوري (سپر) حيثيت لري.

د ايتارتاس خبري اژانس د راپور له مخې ازبکستان پرون د متحدو ايالتونو له پلاوي څخه، چې د دغه هېواد د مخدرو موادو ضد ادارې سيمه ييز رييس مارک ديستيتو يې مشري کوله، د دوه اړخيزې همکارۍ د زياتېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د مخدرو موادو قاچاق ټولو هېوادونو ته د هغوي سياسي يا ټولنيز موقف ته له پامه پرته يو شان خطر پېښوي.