لیبیا کې مصراته والو د خپلې سيمه ييزې شورا د غړېو د انتخابولو لپاره رايې ورکړې

په ليبيا کې له څه باندې څلوېښتو کلونو وروسته په لومړنيو انتخاباتو کې د مصراتې ښار اوسېدونکو پرون د خپلې سيمه ييزې شورا د غړېو د انتخابولو لپاره رايې ورکړې.

پرونۍ ورځ د ليبيا په دغه درېم لوی ښار کې د انتخاباتو او دغه راز د معمر قذافي د رژيم پرخلاف د خلکو د پاڅون د کاليزې په خاطرعمومي رخصتي وه.

دا ښار له پاڅونه وروسته د څو مياشتو په مخه د قذافي د رژيم له لوري کلابند و او سختې جګړې پکې وشوې.

قذافي د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر میاشت کې د مصراتې ښار د پاڅون کوونکو له لوري په سيرت کې ووژل شو.