د عراق سني مرستيال ولسمشر طارق هاشمي پرون وويل، چې پر ټولو ريښتينو (صادقو) خلکو ږغ کوي چې د ده ملاتړ وکړي.
ده دا خبره په داسې حال کې وکړه، چې حکومت پرې تور پوري کړی چې وژونکې ډلې لري.
هاشمي د کردستان له کورواکې (خودمختارې) سيمې، چې ده په کې له دوو مياشتو راهيسي پناه اخيستې، په يوه تلويزيوني وينا کې يو ځل بيا د شيعه صدراعظم نوري مالکې د حکومت تورونه رد کړل او هغه يې د شيعه چارواکو له خوا جعل شوي وبلل.
ده وويل چې د توقيف حکم به ونه مني او په کردستان کې به پاتې شي.
د کردستان مشرانو تراوسه پوري د بغداد چارواکو ته د هاشمي له سپارلو ډډه کړې ده.