ایا ملا نورالعزیز، چې د سولې پر بهیر ورګډ شوی هم دوکه باز دی؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د ملا نورالعزیز په نوم د هغه سړي کیسه را اخیستې چې وايي، پخوا په هلمند ولایت کې د طالبانو قوماندان و او اوس په کندهار کې د سولې له بهیر سره یوځای شوی.

ورځپاڼه لیکي، نورالعزیز تېر کال خپله دنده له داسې دندې سره، چې عواید یې د یوې وسله والې ډلې تر مشرۍ زیات دي بدله کړه او ناټو تېره میاشت دا امکان ورته برابر کړ، چې د ده په وینا خپل پخواني سنګر هلمند ته ولاړ شي.

د راپور له مخې نوموړي په هلمند کې وینا وکړه او د سیمې خلکو ته یې وویل، چې د طالبانو ملاتړ دی نه کوي.

نوموړي تېر کال له دېرشو وسله والو کسانو سره په کندهار ولایت کې را څرګند شو او ظاهراً په پاکستان کې د طالبانو د مشرانو یو لیک هم ورسره و، چې دی یې په کندز کې د طالبانو د والي په توګه ټاکلی و، خو ده ویل چې په شمالي ولایتونو کې کار یې نه دی خوښ او ځکه د حکومت د سولې پر پروګرام، چې وسله والو مخالفینو ته په ټولنه کې د ژوند او کار امکان برابروي ورګډ شوی.

راپور زیاتوي، د کندهار سیمه ایزو چارواکو دا د ځان لپاره یوه ستره بریا وبلله، چې د کندز ولایت لپاره د طالبانو ټاکل شوی والي له نیمې لارې راوګرځوي او د سولې پر پروګرام یې ورګډ کړي.

د کندهار والي توریالي ویسا او ولایتي چارواکو ملانورالعزیز ته په پرانیستې غېږ هرکلی ووایه.

د کندهار ولایت د دفتر رییس ډاکټر پروېز نجیب وايي، دوې اوس هم په دې نظر دي چې ملانورالعزیز په رښتیا طالب و، خو نیویارک ټایمز وړاندې لیکي چې د نوموړي په اړه په جنوبي ولایتونو کې دېره نړیوالو پوځیانو هم شک ښودلی او یوه مقام یې ورځپاڼې ته ویلي چې دا سړی نه پېژني.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم وايي، چې ملانورالعزیز نه پېژني او ښايي چې د ده په وینا کوم دوکه باز به وي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، ملانورالعزیز تېرکال په یوه مرکه کې ټینګار کاوه، چې دی د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان و. خو ورځپاڼه د سیمې د یوه مخور او سپین ږیري حاجي میرویس خان له قوله لیکي چې وايي د دې سړي نوم یې کله هم نه دی اورېدلی. میرویس خان وايي، ښايي دا سړی به په کوم مستعار نوم دولت ته تسلیم شوی وي خو پروېزنجیب ته، د دې پخواني طالب قوماندان د تېر ژوند ډېر اړخونه معلوم دي.
له تسلیمیدو وروسته ملانورالعزیز د کندهار د حج او اوقافو د رییس پر دنده وټاکل شو چې په اکثرو سیمو کې د غیرقانوني عوایدو له پلوه مهمه اداره ګڼل کېږي.

د راپورونو له مخې نورالعزیز د کندهار والي توریالي ویسا له خوا په دنده ګومارل شوی، هغه والي چې څه وخت مخکې یې د محمداصف سرحدي په نوم د مشرانو جرګې جعلي غړي ته چې د نیویارک ټایمز په وینا ښايي د طالبانو کوم عملیاتي مقام به و، هم د کندهار د سفر امکان برابر کړی و.

پروېزنجیب دا مني چې والي ښاغلي ویسا له سرحدي سره کتلي، خو ټینګار کوي چې دا کتنه له یوه افغان وګړي سره کتنه وه نه له یوه سناتور سره.

د افغانستان د جنوبي ولایاتو چارواکي وايي چې د دوی په سیمو کې سلګونه کسان د وسله والو مخالفینو په نوم له حکومت سره یوځای شوي خو د نیویارک ټایمز په وینا په دې کې هغه فرصت غوښتونکي کسان هم کم نه دي چې د حکومت پیسو ته یې سترګې نیولي دي.

نیویارک ټایمز د ارزګان د ولایتي شورا د مشر امان الله هوتکي له قوله لیکي چې وايي، طالبان دوه ډوله دي، یو جعلي طالبان او بل په رښتیا وسله وال طالبان.

د ده په وینا که د جعلي طالبانو شمېر شپېته یا اویا وي نو د رښتینو طالبانو شمېر به له پنځو وانه وړي.

نیویارک ټایمز په سپټمبر میاشت کې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني او د 2009 کال په وروستیو کې په خوست کې د CIA د اتو اجنټانو د ترور او په دې پېښو کې د دوکه بازانو ونډې ته اشاره کوي او لیکي، په هغه ټولنه کې چې وسله وال فعالیتونه روان وي د دوکه بازانو شمېر هم زیاتېږي ځکه چې مخالفین نه یونیفورم اغوندي او نه له ځان سره د هویت کارت ګرځوي.