ټاکل شوې ده، چې د روسیې ولسمشر دیمیتری میدویدیف نن د روسیې د اپوزیسیون د غورځنګ له یو شمېر مشرانو سره وګوري.
داغونډه په داسې حال کې کیږي چې د مارچ د څلورمې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته څه کم دوه اونۍ پاتې دي او ډير اټکل کیږي چې د روسیې صدراعظم ولادیمیر پوتین به دغه انتخابات وګټي.
میدویدیف به چې د پوتین په ګټه د جمهوري ریاست له کاندیدو څخه تیرشوی، د کین اړخي تندلاري سیرګې اودالتسوف او د کابینې د پخواني غړي بوریس نیمتسف چې یوتجربه کاره لیبراله څیره بلل کیږي، په شمول د اپوزیسیون له یوشمیر مشرانو سره وګوري.
راپورونه وایي چې دغه سیاسي فعالان به د تیرې ډسمبر د څلورمې پارلماني انتخاباتو ته په پام سره د سیاسي اصحلاحاتو لپاره خپلې غوښتنې مطرح کړي.
دغه انتخابات چې د پوتین په مشرۍ واکمن ګوند ګټلي و، اپوزیسیون پکې د پراخو درغلیو ادعاوې کړي دي.