په تېرو ٩ میاشتو کې د تېلو بيې ډېرې لوړې شوي

د تیلو بیی وروسته له هغې چې ایران د دې هېواد د اټومي پروګرام په خاطر د بندیزونو په وړاندې عکس العمل کې پر بریتانیا او فرانسې د تیلو خرڅلاو ودراوه، په وروستیو نهو میاشتو کې بې سارې اندازې ته لوړې شوي دي.

د اسیا په بازارانو کې یو بیرل تیل نن شاوخوا په ۱۰۵ ډالره اخیستل یا پلورل کیدل، چې دا د مۍ له میاشتې راهیسې ترټولو لوړه بیه ده.

د ایران د تیلو وزارت پرون اعلان وکړ چې د اروپایي اتحادیې د هغو بندیزونو په عکس العمل کې فرانسې او بریتانیا ته د تیلو خرڅلاو بند شوي چې د دې هیواد د مرکزي بانک په شمول د جولای له لومړۍ نیټې څخه د دې هیواد د خامو تیلو پروارداتو بندیزونه پکې شامل دي.

راپورونه وایي، چې فرانسې او بریتانیا د ایران له تیلویا لږ کار اخیست یا یې هم هیڅ نه خو په هرصورت د اروپایي اتحادیې نور غړي ترډیره حده له ایران څخه تیل اخلي چې په مجموع کې دا اتحادیه له ایران څخه په سلو کې شاوخوا شل تیل واردوي.