افغان حکومت وایی، چې ډیر ژر به یو دولتي پلاوی جنوبي کوریا ته ولاړ شي ترڅو د هغه هېواد پانګه وال په افغانستان کې پانګې اچوونې ته وهڅوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دا پریکړه تیره اونۍ کابل ته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال د سفر په ترڅ کې شوې ده.
د هغه په خبره د جنوبي کوریا پانګه وال کولای شي په بېلابېلو برخو کې په دې هېواد پانګه واچوي.
جنوبي کوریا تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پورې له افغانستان سره د پنځو سوو ملیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې او د نوموړي هېواد سرتیري دا مهال په پروان ولایت کې میشت دي.