د ډیرو واورو له ورښت سره سره بیا هم د سالنګ لویه لار خلاصه ده

په سالنګ کې د ډیرې واورې له وریدو سره سره لا تر اوسه دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ نه ده تړل شوې.

د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوول جنرال محمد رجب ازادۍ راډیوته وویل، چې د سالنګ په لوړو څوکو کې ډیرې لړې شته خو ده څرګنده کړه چې هڅه کیږي دا لویه لاره بنده نشي.

په عین حال کې ویل کیږي، چې په سالنګ کې د واورې اندازه له یو متر څخه زیاته ده او په حوت یا کب میاشت کې په سالنګ او ځینو نورو سیمو کې واوره ښویدنه هم پیلیږي، خو مسوولان وایې چې دوي په دې اړه ښه تیاری نیولې.

په ځینو نورو سیمو کې هم د ډیرې واورې له اورښت سره سره لا تر اوسه د لویو لارو د بندیدو خبر نه دی ورکړل شوی.