په کونړ کې د ولایتي شورا د ریاست په سر پیداشوې لانجه اوس هم دوام لري او له امله يي نن هم په کونړ کې مظاهرې روانې دي.
د مظاهرې ترتیب کوونکې حاجي نورالدین ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي په ټاکلي وخت ټاکنې کړي او په ترڅ کې يي د شورا رئیس، مرستیال او منشي ټاکل شوې دی او بیا چې د دوهم ځل لپاره ټاکنې د والي په دفتر کې ترسره شوي هغه ټاکنې او د هغه پايلې نه مني او تر هغه به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي چې ترڅو يي خپل حق نه وي ترلاسه کړي:
"ترڅو چې مظاهرې نتیجه ورنکړي تر هغې به مظاهرې ته دوام ورکړو، که دا دوه میاشتي وي که درې میاشتي وي او تر هغه به دوام وکړو چې ترڅو وحیدي بدل شوی نه وي."
څو ورځې وړاندې مولوي نجیب الله حقیار ازادۍ راډیو ته ویلي و، چې دوي د شخړې د پای ته رسولو لپاره جرګه جوړه کړې او غواړي دواړو خو سره خبرې وکړي، خو حاجي نورالدین د جرګې په اړه وايي دوي جرګې ته هیڅ ډول واک نه دی ورکړی او د دې انتظار باسي چې څو له کابل څخه رسمي پلاوی راشي:
"د مظاهرو بندول د واکونو خبره نه ده، موږ ته قانون حق راکړی چې مظاهرې وکړو، که چیرته اساسي قانون لغوه شي مظاهرې به هم لغوه شي.
زه دا نه غواړم چې قانون شاته کړم او ځان مخکې کړم، نه مې واک ورکړی دی، دا د پنځو سپین ږیرو خپله پریکړه وه چې کړې يي ده، چې مظاهری دې نه کېږي."
دوي وايي، په مظاهرو کې ځکه د والي خلاف خبرې کېږي، چې هغه په ټاکنو کې د یوه لوري پلوي کړې.
د کونړ والي سید فضل الله وحیدي ازادۍ راډیو ته وویل، ستونزه د ولایتي شورا د کلنیو ټاکنو څخه راپورته شوې ده، دوي په دغو انتخاباتو کې هیڅ ډول لاس وهنه نه ده کړې:
"د ټاکنو په پایلو کې د دې ګروپ قناعت نشته او مظاهرې کوي او دا د دیمکراسی تمثیل دی، زموږ لپاره دا کومه خبره نه ده.
دلته قانون شته دی، د ټاکنون د شکایاتونو کمیسیون شته، ښه به دا وي چې دوي خپل شکایت په دغه کمیسیون کې درج کړي او د دې نه علاوه چې د مظاهرو مخنیوی وشي.
پرون د څوارلسو ولسوالیو مشران د سولې د ریاست لاندې جمع شوي وو، هغوي دا پریکړه کړې وه، چې نورې باید مظاهرې ونشي او قانوني لارې نه پر مخ لاړ شي، چې د قومي خبره نه مني دا د دوې او د شورا کار دی."
د یادونې وړ ده، چې د روانې لمریزې میاشتې په نهمه نیټه د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله په کونړ کې هم د ولایتي شورا د ریاست او ادارې پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات شول، خو نتیجو په سر يي په شورا کې اختلافات پیدا شول او تر اوسه لا هم دوام لري.
روح الله انوري، کونړ