د افغانستان ولسمشرحامد کرزي د پاکستان د سفر په لړ کې له هغو پاکستاني دیني عالمانو سره وکتل چې د افغان طالبانو ملاتړ کوي.
رسنیو له مولانا سمیع الحق او قاضي حسین احمد سره د ولسمشر کرزي کتنه په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره په پاکستان کې د طالبانو د ملاتړ له شبکې سره لومړنۍ ښکاره تماس بللی دی،سمیع الحق وویل:
« ما ولسمشر کرزي ته وویل چې ځیني داسې اقدامات وکړي چې د طالبانو اعتماد پیدا شي.)
کرزي همدا راز د جماعت اسلامي له مشر قاضي حسین احمد او د جمعیت علمای اسلام ګوند له یوه پلاوي سره هم وکتل.
د جمعیت علمای اسلام د پلاوي مشر سناتور مولانا غفور حیدري وویل، چې د سولې لپاره د ولسمشر کرزي د هلو ځلو هرکلۍ کوي او ژمنه یې وکړه چې ګوند یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی.
د افغانستان ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د ایران او پاکستان له ولسمشرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې تر ګډون وروسته په اسلام اباد کې د مسلم لیک د (ن) ډلې له مشرنواز شریف سره هم کتلي و.