کرزي محمدوف ته دولسمشر په توګه د بيا ټاکل کیدو مبارکي وويله

افغان ولسمشر حامد کرزي د ترکمنستان ولسمشر قربان ګلي بیردي محدودف ته یو وار بیا د ترکمن ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو مبارکي ویلي ده.

د ولسمشر د ویندوې دفتر په یو خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر کرزي له قربان ګلي بیردي محدوف سره په ټیلیفون خبرې کړي او د هغه پر مختګونو ستاینه یې کړې چې د بیردي محدوف د واک پرمهال په ترکمنستان کې شوی.

نوموړي له افغانستان سره هم د ترکمنستان د همکاریو مننه کړې.