افغان ولسمشر پاکستان کې له مولانا سمیع الحق سره وکتل

افغان ولسمشر حامد کرزي نن په پاکستان کې د مولانا سمیع الحق په نوم د یو پاکستاني ملا سره وکتل، د نوموړي په اړه ویل کېږي چې د هغو افغان طالبانو سره اړیکې لري چې دا مهال د افغان حکومت خلاف جګړه کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د مولانا له خولې ویلي دي، چې دی به د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي، خو که ورته څرګنده شي چې ولسمشر کرزی له طالبانو څه غواړي.

د بل پاکستاني ملا قاضي حسین احمد یو نژدي کس هم رسنیو ته ویلي، چې قاضي حسین احمد هم نن له افغان مشر سره خبرې کړې دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، دا لومړی ځل دی چې افغان چارواکي په څرګنده په پاکستان کې د هغو مذهبي کړېو له مشرانو سره خبرې کوي چې د طالبانو خواخوږي او یا ملاتړي دي.