د امریکا د کانګرس یوه غړي د بلوچستان د ملي حاکمیت غوښتنه وکړ

د امریکا د کانګرس یوه غړي پرون یو پریکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې د نا ارامه سیمې بلوچستان لپاره د ملي حاکمیت غوښتنه شوې وه.

که څه دا پریکړه لیک به د کانګرس له خوا تصویب نشي، خو د پاکستان له سخت غبرګون سره مخامخ شو.

ډانا رورا بکر چې د کانګرس د جمهوري غوښتونکی ګوند غړی دی وایې، بلوچستان ته چې د پاکستان، ایران او افغانستان ترمنځ ویشل شوی باید دا حق ورکړل شي چې خپل برخلیک خپله و ټاکي.

د پاکستان بلوچستان ایالت د ۲۰۰۴ کال را پدېخوا د تاوتریخوالي د پيښو شاهد دی، خو د امریکا دیموکرات ګوند چې د حکومت مشري کوي وایې، چې بلوچستان د پاکستان د خاورې یوه برخه ده.