د ایټالیا څارنوالان وایي، د سویس چارواکو له دغه هېواد سره د ګډو عملیاتو په جریان کې په سویس کې د شاوخوا ۶ تریلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د امریکا د خزانې یا بانک جعلي ضمانتونه نیولي دي.
په دې اړه د اتو کسانو د نیولو امر صادر شوی دی.
دا عملیات د ایټالیا او سویس هېوادونو د یو کلنو تحقیقاتو وروسته تر سره شوي دي.
دا مالي یا بانکي ضمانتونه چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي پورونو یو پر دریمه برخه ده، د سویس په یوه بانک کې نیول شوي دي.
څیړونکی وایي، یوې جنایت کارې شبکې غوښتل دا ضمانتونه په بازارونو او بانکونو وپلوري.