د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیي په احتیاط سره د ایران د هغه وړاندیز هرکلۍ کړی چې وایي، د خپل اټومې پروګرام په اړه له نړېوالې ټولنې سره بیرته خبرې پیل کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیرې کلنټن په واشنګټن کې د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې کاترین اشټن سره په ګډ خبرې کنفرنس کې وویل، د ایران د هغه وړاندیز په اړه غور کوي چې وایي، د ملګرو ملتونو د امنیت شوری له پنځو دائیمې غړو او جرمني سره به په ټپه دریدلې خبرې بیرته پیل کړي.
کلنټن زیاته کړه، “دا هغه ځواب و چې موږ یي انتظار کاوه”:
“د ایران د حکومت له خوا دا ځواب هغه ځواب دی چې موږ یي انتظار کاوه، که چېرې موږ پر مخ ځو، نو باید چې دا دوام داره هلې ځلې وي او نتیجې ورکړې.”
د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشټن وویل، د خبرو بیرته پیل کیدو او پرمختګ ته په احتیاط ګوري، خو خوشبینه ده.
هیلري کلنټن زیاته کړه، د خبرو د پیل لپاره باید ایران ژمنه وکړې چي خپل نړېوال مکلفیتونه به په بشپړ ډول پر ځای کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې او د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې اشټن د سوریې د حالاتو په اړه هم څرګندونې وکړې.
کلنټن وویل، متحده ایالات زیار باسي چې د بشار الاسد پر رژیم فشار واچوي او تجرید یي کړې او دغه راز د سوریې له خلکو سره چې د حکومت تر ضربو لاندې دي، مرسته وکړي.