لیبیایانو د القذافي پر ضد د پاڅون د پیل لومړۍ کلیزه ولمانځله

لیبیایانو د جمعې په ورځ د معمر القذافي پر ضد د پاڅون د پیل لومړۍ کلیزه ولمانځله.

يو کال وړاندې، یاغیانو د ناټو د هوایي ځواک په ملاتړ، د قذافي د ۴۲ کلنې واکمنۍ د ختمولو په مقصد پاڅون وکړ، چې په نتیجه کې یي نوموړی له واکه لیرې شو او په زرونو کسان په کې مړه او ټپیان شول.

په تېر اکتوبر میاشت کې یاغیانو قذافي ونیوه او وروسته یي وواژه.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د لیبیا نوی حکومت مسولیت لري، چې ددغه پاڅون په نتیجه کې تر لاسه شوي ازادۍ وساتي.

د نړېوالې عمومي بخښنې سازمان (امنیستې انټرنشنل) وایي، یو شمېر وسله والې ډلې چی د قذافي د رژیم په ړنګولو کې یي مرسته کړې، دا مهال د قذافي د مشکوکو ملاتړو د نیولو او شکنجه کولو په ګډون، له بشري حقونو څخه سرغړونې کوي او اقلیت ډلې په زوره له خپلو کورونو څخه وباسي.