امریکايي چارواکو یو مشکوک سړی نیولی چې غوښتل يي چاودیدونکي توکي وکاروي

امریکایي چارواکي وایي، د تروریزم د تحقیقاتو په لړ کې یي په واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ ته نږدې یو مشکوک سړی چې غوښتل یي چاودیدیونکي مواد استعمال کړې، نیولی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویاند ډين بوید وایي، دا مواد د قانون پر اساس بند دي، خو خلکو ته ګواښ نه مخامخ کوي.

خبري رسنۍ وایي، دا مشکوک سړی په اصل کې د مراکش دی او د واشنګټن په تاریخي ځای کې یي د ځان وژونکې حملې نیت درلود چې د ایف بي ای مامورینو له خوا ونیول شو.