"د افغان میرمنو پر حقونو سترګې پټې شوي"

د غرب زون د علماوو د شورا ریس مولوی خداداد صالح د ازادۍ راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي

د هرات د علماوو د شورا ریس وایې، په ټولنه کې د ښځو حقونه چې اسلام ورته منلې سترګې پرې پټې شوي او دوي د زرګونه علماوو په ګډون د عامه پوهاونې کمپاین پېل کړی، څو زور زیاتي ته د پای ټکی کېږدي.

په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول هرات کې پر ښځو د زور زیاتي او ځان سوځونو ډېر راپورونه خپاره شوي دي، چې لامل یې مرد سالاري او کورنی تاوتریخوالی یاد شوی دی.

د ازادۍ راډيو خبریال شرف الدین ستانکزي د غرب زون د علماوو د شورا ریس مولوی خدايداد صالح، سره مرکه کړې چې لاندې يي اوریدلای شﺉ:

Your browser doesn’t support HTML5

د غرب زون د علماوو د شورا ریس مولوی خداداد صالح، سره مرکه