متحدوایالاتو پرون د ایران د استخباراتو او امنیت وزارت د تروریزم په ملاتړ، د ایرانیانو پر بشري حقونو په تېري او سوریې د حکومت له خوا پر مخالفینو د ځپونکو اقداماتو په ملاتړ تورن کړ او بندیزونه یې پرې اعلان کړل.
د تروریزم او مالي استخباراتو په چارو کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیال دیویدکوهېن David Cohen په یوه خبرپاڼه کې وویل، د ایران د استخباراتو وزارت همدا راز القاعده او په عراق کې د دې شبکې څانګې، د لبنان حزب الله او د فلسطین حماس ډلو ته امکانات برابروي، تر دې چې له تروریزم څخه ملاتړ د ایران د دولتي پالیسۍ حد ته رسوي.
له دې اقدام سره د ایران د استخباراتو او امنیت وزارت پر چارواکو، امریکا ته د سفر بندیز لګېږي، په امریکا کې د دې وزارت شتمنۍ کنګل کېږي او امریکايي اتباعو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دې وزارت سره معامله وکړي.
پروني بندیزونه د امریکا د هغو وروستیو اقداماتو یوه برخه ده چې پر ایران د دې هېواد د اټومي پروګرام له ادعا وروسته لګول کېږي.