ناټو:د سولې خبرې هغه مهال بریالي کیږي چې د افغانانو ترمنځ ترسره شي

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازې دا باور څرګندوي، چې د سولې خبرې هغه مهال بریالۍ کیدای شي، چې د افغانانو ترمنځ ترسره شي.

سایمن ګیس، چې نن یې له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې دا یو افغاني بهیر دي او نور هېوادونه باید په کې مرسته وکړي.

سایمن ګیس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ځینو رپورټونو له مخې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوي.

له بل لوري افغان ولسمشر هم دا تایید کړې، چې د افغانستان او امریکا حکومتونو او طالبانو ترمنځ تماسونه نیول شوي.

سایمن ګیس دا هم وویل، چې هر هغه څه، چې د سولې د خبرو امکانات برابرولې شي باید تعقیب شي.