کرزی:استازو مې له طالبانو او امریکا سره خبرې پیل کړي

ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ له وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې استازو یې له طالبانو او د امریکا له حکومت سره خبرې پیل کړې دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، چې دا پرمختګ څرګندوي چې طالبانو خپل دریځ بدل کړی دی او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شوي دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي حاجي موسی هوتک نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د طالبانو له استازو سره موافقه شوې چې په قطر کې خبرو ته دوام ورکړل شي خو د لیدو لپاره کومه ځانګړې نیټه لا نه ده ټاکل شوې.

ولسمشر حامد کرزي په دې مرکه کې ویلي، د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ تماسونه ټینګ شوي دی او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم تماسونه نیول شوي دي او موږ ټولو، د طالبانو په شمول له یو بل سره ځيني تماسونه ټینګ کړي دي.

د سولې د عالي شورا غړي حاجي موسی هوتک ویلي: له طالبانو سره تر یوه حده خبرې پیل شوې دي، په طالبانو کې علاقمندي موجوده ده، دوې له خپلې رهبرۍ سره خبرې وکړې او په قطر کې یې له افغان حکومت سره د خبرو لپاره موافقه واخیسته.

حاجي موسي هوتک زیاته کړې، چې دا ویل چې طالبان څه غواړي لا مخکې له وخته خبر ده او د راتلونکو غونډو لپاره لا تراوسه کومه نیټه نه ده ټاکل شوې.

نیویارک ټایمز وايي، چې د دې لیدنو او کتنو د خبر د تایید لپاره د طالبانو له ویاند سره په خبرو کولو نه دي بریالي شوي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا یوه ویاند نیویارک ټایمز د ولسمشر حامد کرزي د دې خبرو په ارتباط له هر ډول تبصرې ډډه کړې ده، خو تر دې مخکې یې واضح کړې وه چې د سولې لپاره د ریښتینو مذاکرو د پيل لپاره ضروري ګامونه باید پورته شي.

نیویارک ټایمز وايي، چې په افغان حکومت کې او همدا راز په ټولنه کې دننه د طالبانو په اړه د بې باورۍ فضا حاکمه ده، په ځانګړې ډول په غرب او شمال کې، چیرته چې هغه کسان چې یو وخت یې د طالبانو په ضد جنګ کړی، اوس زیات قدرت لري.

ورځپاڼه وایي، چې په هر صورت کې له افغان حکومت سره د مذاکرو او د سولې د خبرو له دوام څخه د طالبانو له خوا هرکلۍ مهمه خبره ده.

طالبانو په تیر یوه کال کې د ولسمشر کرزي د حکومت په پرتله، له امریکا سره په مخامخ خبرو باندې ډیر ټینګار کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي، چې له افغان حکومت سره خبرو ته د طالبانو حاضریدل به څرګنده کړي چې د افغانستان د حکومت قانونیت تاییدوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ریښتینو خبرو د پیل لپاره باید ټول مهم اړخونه حاضر وي، خو د سترو نتایجو د ترلاسه کولو لپاره ستونزې لا موجودې دي.

د دې خبرو لپاره پاکستان هم ضروري دی ځکه دې هېواد وسله والو طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی، د پيسو د راغونډولو او د روزنې د پروګرامونو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

ولسمشر حامد کرزي په دې اړه د وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې نن به د پاکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې له هغه څخه د اسلام اباد مرسته وغواړي.