په یمن کې د القاعده یو مخکښ فعال د خپلې کورنۍ په شخړه کې وژل شوی

راپورونه وايي، چې په یمن کې د القاعده شبکې یو مخکښ فعال د خپلې کورنۍ په شخړه کې وژل شوی دی.

د یمن امنیتي چارواکو وویل، د القاعده دا فعال طارق الذهب د سې شنبې په سهار د خپل ناسکه ورور له لوري په البایده ولایت کې وژل شوی دی.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې الذهب په یمن کې د القاعده شبکې د مذهبي مشر انور ال اولاکي خپل دی.

انور ال اولاکي تېر کال د امریکا په هوايي حمله کې وژل شوی و.