په م.م کې په سوريي کې د ځپونکو اقداماتو د غندلو لپاره به رايي واخیستل شي

تمه ده، چې نن به د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې پرهغه پریکړه لیک رایې واخیستل شي، چې سوریه د مظاهره چېانو پرضد د یولس میاشتني ځپونکو اقداماتو په خاطرغندي.

دغه پریکړه لیک د سوریې رژیم له بشري حقونو څخه د تیریو په خاطر سخت غندي او د عربي اتحادیې د هغه پلان ملاتړ کوي چې په اساس یې د سوریې ولسمشر باید قدرت پریږدي.

د دغه پریکړه لیک متن د ملګروملتونو د امنیت شورا د هغه مخکېني پریکړه لیک مسودی ته ورته دی چې روسیې او چېن د فبرورۍ په څلورمه نیټه ویتو کړ.

که څه هم د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې پریکړه لیک نشي ویتو کېدای خو عملي کېدل یې الزامي ندي.